پاکستان يو ځل بيا د برجام ملاتړ اعلان کړ
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند تاکيد وکړ، اسلام آباد د ايران د اېټمي موافقې برجام ملاتړ کوي.
د ايرنا د رپوټ له مخې محمد فېصل د امريکې لخوا د برجام د خلاف ورزۍ د احتمال او د هغه په وړاندې د پاکستان د موقف په باره کښې وويل: د پاکستان حکومت په بشپړه توګه له برجام څخه ملاتړ کوي او اميد لري چې ټولې خواوېد برجام په برابرولو او جوړولو کښې يې رول لرلے دے هم د دغې معاهدې احترام وکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند له نړيوالو قوتونو وغوښتل چې د برجام په احترام سره دې د هغه د بشپړه عملي کېدو لپاره په خپلو ژمنو عمل وکړي.
محمد فېصل وويل:د نړيوالې ملګرتيا او له ډېپلومېټکې او خبرو اترو له لارې د لانجو د ختمولو يو څرګنده نمونه ده.
هغه زياته کړه، د برجام ټول لوري پکار دي د ايران د اسلامي جمهوريت د اېټمي فعاليت د صلح ايز والي په څېړنه کښې د اېټمي انرجۍ د اژانس په رول باندې پوره اعتماد ولري ځکه چې د ايران لخوا د برجام په پېروۍ باندې د څارونکي د تشخيص يوازېنے مرجع د اېټمي انرجۍ نړيوال اژانس دے.