د اسلام اباد او تهران اړیکې باید پراخې شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i70488-د_اسلام_اباد_او_تهران_اړیکې_باید_پراخې_شي
 په اسلام اباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر  او د پاکستان د پنجاب صوبې اعلی وزیر د داوړو هیوادونو د دوه اړخیزو په تیره بیا اقتصادي اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 04, 2018 15:46 Asia/Kabul
  • د اسلام اباد او تهران اړیکې باید پراخې شي

 په اسلام اباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر  او د پاکستان د پنجاب صوبې اعلی وزیر د داوړو هیوادونو د دوه اړخیزو په تیره بیا اقتصادي اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.

 

دایرنا خبري اژانس د راپور له مخې مهدی هنر دوست  نن  د پنجاب صوبې له اعلی وزیر شهباز شریف سره په  لاهور کې  کتنه وکړه او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په تیره بیا  په فرهنګي، هنري اقتصادي او تجارتي برخو کې د دواړو هیوادونو د تعلقاتو د پراختیا غوښتنه یې وکړه.

مهدی هنر دوست د دښمنانو له توطئو  او د اسلامی نړۍ په وړاندې له موجودو ننګونو سره  د مقابلې لپاره د اسلامي امت په یووالي ټینګار وکړ.

د پنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف هم په دغه کتنه کې  په تیره بیا په اقتصادي برخه کې د تهران او اسلام اباد د  ملګرتیاوو د پراختیا غوښتنه وکړه .

شهباز شریف وویل  ضروري ده چې د ایران او پاکستان د اړیکو د غښتلتیا او پراختیا لپاره  اقدامات وشي او لا کلک ګامونه پورته کړی شي.