د اسلام اباد او تهران اړیکې باید پراخې شي
په اسلام اباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او د پاکستان د پنجاب صوبې اعلی وزیر د داوړو هیوادونو د دوه اړخیزو په تیره بیا اقتصادي اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
دایرنا خبري اژانس د راپور له مخې مهدی هنر دوست نن د پنجاب صوبې له اعلی وزیر شهباز شریف سره په لاهور کې کتنه وکړه او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په تیره بیا په فرهنګي، هنري اقتصادي او تجارتي برخو کې د دواړو هیوادونو د تعلقاتو د پراختیا غوښتنه یې وکړه.
مهدی هنر دوست د دښمنانو له توطئو او د اسلامی نړۍ په وړاندې له موجودو ننګونو سره د مقابلې لپاره د اسلامي امت په یووالي ټینګار وکړ.
د پنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف هم په دغه کتنه کې په تیره بیا په اقتصادي برخه کې د تهران او اسلام اباد د ملګرتیاوو د پراختیا غوښتنه وکړه .
شهباز شریف وویل ضروري ده چې د ایران او پاکستان د اړیکو د غښتلتیا او پراختیا لپاره اقدامات وشي او لا کلک ګامونه پورته کړی شي.