د هزاره ګانو وژله بنده کړئ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i70490-د_هزاره_ګانو_وژله_بنده_کړئ
د پاکستان په پلازمینه  کې د هزاره قوم   د ټولنیزو فعالانو اعتراضیه غونډه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 04, 2018 15:48 Asia/Kabul
  •  د هزاره ګانو وژله بنده کړئ

د پاکستان په پلازمینه  کې د هزاره قوم   د ټولنیزو فعالانو اعتراضیه غونډه

 

 د هزاره قوم ټولنیزو فعالانو  د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د اعتراضیه غونډې په ترسره کولو سره   په کویټه ښار کې د د هزاره قوم دامنیت د تامین لپاره د پاکستان  د دولت د جدي  اقدام غوښتنه وکړه.

په اسلام اباد کې د هزاره قوم ټولنیزو فعالانو   پلی کارډونه اوچت کړې وو او  ویل یې چې  په کویټې کې د هزاره  قوم وژله یو ډول  نسل وژنه ده او که فورا بنده نه شي خطرناکې پایلې به ولري.

معترضانو د پاکستان له امنیتي ادارو  وغوښتل چې د دغه ترهه ګرو حملو د عواملو په پیژندلو سره هغوی ونیسي او سزا ورکړي.

 د پاکستان د کویټې ښار شیعیانو چې د هدفمنو وژلو په تیره بیا په وروستیو اونیو کې د شیعیانو په خلاف د هدفمنو ترورونو په اعتراض کې یې  پرلتۍ وهلې وه  تیره چارشنبه د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره  له کتنې او د دغه ترورنو له  عواملو سره د مقابلې په باب د هغه له وعدو وروسته  خپله پرلتۍ پای ته ورسوله. ترهه ګرو په تیرو دوو اونیو کې د کویټې ښار  ډیر شیعیان شهیدان کړې دي.

د روان میلادي کال له پیله تر اوسه د پاکستان اته دیرش شیعان  د بلوچستان صوبې په مرکز کې  په ترهه ګرو حملو کې وژل شوې دي.

 په پاکستان کې د هزاره قوم د شیعیانو وژله  هغه مساله ده چې په وروستیو کلونو کې یې د شیعیانو د امنیت د تامین لپاره  د دغه هیواد دولت د امنیتي سیاست په بدلونو کې د پام  وړ اثر لرلی دی.

 په کویټې ښار کې د پاکستان د پوځ د ځمکنیو ځواکونو د کوماندان  شتون  چې د شیعیانو د هدفمنو وژلو د موضوع د جاج لپاره ورغلی و   پر دې سربیره چې د هغه د امنیتي مسوولیتونو په چوکاټ کې ګڼل کیږي  د دې ښودنه کوي چې په بلوچستان صوبه کې په تیره بیا په کویټې ښار کې د شیعیانو په خلاف حملې کومه وړه خبره نه ده چې سترګې پرې پټې کړی شي او باید امنیتي ادارې او دولت  په دې مساله کې اغیزمن غبرګون وښیي.

دې ته په پام سره چې   په پاکستان کې د شیعیانو په خلاف ترهه ګرې ډلې   د امنیتي ادارو پيژندل شوې کسان دي  له هغوی سره سم نه چلند د پاکستان  له دولته هغه بې ځوابه  پوښتنه ده چې  په دا وروستیو کې یې د پاکستان د شیعیانو د ټولنې د اعتراضونو څپه راپورته کړې ده .

ویل کیږي جماعت الاحرار، سپاه صحابه، داعش او  جنګوي لښکر په پاکستان کې هغه ترهه ګرې ډلې دي چې د شیعیانو په وژلو او دهغوي سپيڅلتیاوو   په سپکاوي کې اصلي رول لري.

 د پاکستان د سند صوبې د پولیسو مشر غلام حیدر جمالي  وایي:  د پاکستان د شیعیانو د وژلو لپاره  په دغه هیواد کې د داعش او جنګوي لښکر ملګرتیا یوه ښکاره خبره ده  او هغوی د شیعیانو په خلاف د ترهه ګرو حملو لپاره پلانونه کړې ده .

د هغوی ترهه ګرو ډلو معلوموالي ته په پام سره چې د د شیعیانو د  وژلې لپاره پروګرامونه پلان او اجرا کوي د بې پامۍ دوام او  له دغه بهیر سره د مقابلې لپاره  په پاکستان کې د امنیتي  ادارو او دولت لخوا د ذمه وارۍ نه منل کیدا  په حکومتي ادارو د  خلکو په تیره بیا شیعیانو د ټولنې د بې باورۍ  او بدګمانۍ سبب شوی دی.

د شیعیانو د وژلې په غندنه کې د هزاره قوم د ټولنیزو فعالیتونو له خوا اسلام اباد ته د اعتراضونه غځول د دې ښودنه کوي چې  د پاکستان دولت تر پخوا زیات  د امنیت د  ټینګولو د مسوولو ادارو له امنیتي کړچاره د خلکو دخپګان او ناخوښۍ سره  مخامخ دی .  چې که ورته توجه ونه شي د واکمن ګوند لپاره په یوې نوې ستونزې بدلیدلی شي.

 د دغه هیواد له دولته د پاکستان د ټولنې  تمه دا ده چې د داعش او جنګوي لښکر په شان افراطي ډول له احتمالي اقداماتو سره د مقابلې او د عمومي امنیت د ټینګولو په تیره بیا د شیعیانو د امنیت د ساتلو لپاره سم پروګرام  جوړ کړي  چې  له ډیرو کلونو  تر اوسه  په پاکستان کې د تندلارو ډلو  د حملو نښه ګرځیدلې دي.