له چين – پاکستان کورېډور سره د يوځاے کېدو لپاره د ايران چمتووالے
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i70518-له_چين_پاکستان_کورېډور_سره_د_يوځاے_کېدو_لپاره_د_ايران_چمتووالے
په پاکستان کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير د چين او پاکستان د اقتصادي کورېډور اجرا د سيمې لپاره يوه ستره کاميابي وبلله او وې ويل،ايران له دغې سترې اقتصادي منصوبې سره يوځاے کېدو ته چمتو دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2018 07:51 Asia/Kabul
  • له چين – پاکستان کورېډور سره د يوځاے کېدو لپاره د ايران چمتووالے

په پاکستان کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير د چين او پاکستان د اقتصادي کورېډور اجرا د سيمې لپاره يوه ستره کاميابي وبلله او وې ويل،ايران له دغې سترې اقتصادي منصوبې سره يوځاے کېدو ته چمتو دے.

د ايرنا د رپوټ له مخې مهدي هنر دوست د لاهور د صنائعو، معادنو، کرهڼې او سوداګرۍ د مرکز له غړيو سره په کتنه او د پنجاب صوبې د اقتصادي فعالانو په غونډه کښې په خپله وېنا کښې د چين او پاکستان اقتصادي کورېډور د سيمه ايزو تاوتريخوالو د کمولو لپاره د يوې پروژې په توګه ياد کړ او زياته يې کړه:ايران چمتو دے چې د سيمه ايز تجارت د ودې او پراختيا لپاره له دغې منصوبې سره يوځاے شي.

هنر دوست همدارنګ د ايران او پاکستان د اقتصادي ملګرتياو د پراختيا او د بينکي ارتباطي نېټ ورکونو د رامنځته کولو او زر تر زره د دواړو هېوادونو ترمېنځ د اسعارو د مبادلې د موافقه ليک د اجرا په لازموالي تاکيد وکړ.په پاکستان کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير د تجارتي تعلقاتو د ودې لپاره د ايران او پاکستان د سوداګرو د اقدام په لازموالي باندې په تاکيد سره وويل: تهران او اسلام آباد کوشش کوي چې زر تر زره دوه اړخيزه مالي تعلقات او تبادلې بيا شروع کړي.مهدي هنر دوست په تېر کال کښې د دواړو هېوادونو د مبادلو د اندازې پينځلس فيصدي زياتوالي ته په اشارې سره وويل، پينځو ميليارډ ډالرو هدف ته د دوو اړخيزه تجارت د رسېدو لپاره پکار دي د دواړو هېوادونو د خصوصي برخې   اقتصادي تعلقات او  تجارتي نېټ ورکونه مضبوط شي.