ترهه ګرو په پاکستان کښې شپږ کارګران ووژل
May 05, 2018 11:22 Asia/Kabul
ترهه ګرو د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې شپږ کارګران په ډزو سره ووژل.
د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د بلوچستان صوبې د پوليسو چارواکو وويل، ترهه ګرو د دغې صوبې په خاران ښار کښې د مخابراتو د کارګرانو په لور په ډزو سره له هغوي څخه شپږ کارګران ووژل او يو هم ژوبل شو.
تر اوسه هيڅ ډلې د دغې ترهه ګريزې حملې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.
د پاکستان بلوچستان صوبه يوه ناامنه صوبه ده او تر اوسه په سلګونو بې ګناه مسلمانان د داعش، لشکرجهنګوي، جماعت الاحرار او سپاه صحابه په شمول د ترهه ګرو ډلو په حملو کښې وژل شوي دي.
ټیګونه