په پاکستان کښې د یولسو ترهګرو د پانسۍ حکم فاینل شو
May 05, 2018 16:08 Asia/Kabul
د پاکستان د ځمکني پوځ قومندان د یولسو ترهګرو لپاره د دغه هیواد د پوځي محکمې لخوا د اعدام صادر شوی حکم د فاینل حکم په توګه تایید کړ.
یاد ترهګر د پاکستان په پوځي او پولیسو ځواکونو پورې د پيئلو کسانو په وژلو او همداشان د پاکستان په ښوونیزو مرکزونو باندې په حملو کښې د لاس لرلو په وجه مجرم پيژندل شوي وو.
خبر زیاتوي چې دغو ترهګرو د ۶۰ پاکستانیانو په وژلو او د ۱۴۲ نورو په زخمي کولو کښې هم لاس درلود.
جنرال قمر جاوید باجوا همداشان د دریو نورو ترهګرو د عمر قید سزا حکم هم تایید کړی دی.
د داعش، لشکر جهنګوي، جماعت الاحرار او سپاه صحابه په شان ترهګرې ډلې په پاکستان کښې فعالې دي.
ټیګونه