زرداري له پاکستان تحریک انصاف سره د اتحاد خبره کړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i70562-زرداري_له_پاکستان_تحریک_انصاف_سره_د_اتحاد_خبره_کړې
د پاکستان پيپلز پارټۍ سرپرست وویل چې دغه ګوند په انتخاباتو کښې د بریا لپاره ممکنه ده له تحریک انصاف سره ملګری شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2018 16:11 Asia/Kabul
  • زرداري له پاکستان تحریک انصاف سره د اتحاد خبره کړې

د پاکستان پيپلز پارټۍ سرپرست وویل چې دغه ګوند په انتخاباتو کښې د بریا لپاره ممکنه ده له تحریک انصاف سره ملګری شي.

فارس خبري آژانس لیکلي چې آصف علي زرداري په لاهور کښې خبریالانو ته وویل: که ضروري وګڼو نو پيپلز پارټي به د روان ۲۰۱۸ کال په پارلیماني انتخاباتو کښې له پاکستان تحریک انصاف سره ملګرتیا وکړي.

د سینیټ په تیرو انتخاباتو کښې هم پیپلز پارټي او تحریک انصاف په خپلو کښې یوموټې شوې وې.

زرداري په دې خبرې سره چې نواز شریف او ګوند یې په پاکستان کښې ولسواکۍ ته تاوان رسولی دی، زیاته کړه: پیپلز ګوند که په انتخاباتو کښې کامیاب هم نه شي خو په پاکستان کښې به د فعال اپوزیشن رول ولوبوي.