په افغانستان کښې ناامني د پاکستان او تاجېکستان لپاره نوے ګواښ
May 06, 2018 13:44 Asia/Kabul
د پاکستان او تاجېکستان د دفاع وزيرانو په افغانستان کښې د ناقراريو او ناامنيو دوام د دواړو هېوادونو د امنيت لپاره يو جدي ګواښ وبلۀ.
د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د دفاع وزير خرم دستګير خان د تاجېکستان په پائتخت دوشنبه ښار کښې له خپل تاجيکي همسنګ شيرعلي ميرزا سره په کتنه کښې وويل: په افغانستان کښې ناامني د دواړو هېوادونو لپاره ګډ امنيتي مشکل او خطر دے.
د پاکستان د دفاع وزير وويل: اسلام آباد د خبرو اترو له لارې د ټولو سيمه ايزو مشکلاتو په تېره بيا د افغانستان د مسئلې د هواري غوښتونکے دے.
د تاجېکستان د دفاع وزيرهم په دغه کتنه کښې د افغانستان د مشکلاتو او بحرانونو د هواري لپاره د کوششونو په چوکاټ کښې له پاکستان سهر د ملګرتيا لپاره د خپل هېواد د امادګۍ اعلان وکړ.
ټیګونه