د پاکستان د کورنیو چارو په وزیر شوې حمله وغندله شوه
May 07, 2018 08:17 Asia/Kabul
د پاکستان ولسمشر، وزیراعظم او د پوځ قومندان د دغه هیواد پر داخله وزیر شوې ناکامه حمله په کلکه غندلې ده.
ممنون حسین، شاهد خاقان عباسي او جنرال قمر جاوید باجوا وویل چې پوځ به د ترهګرو تر نابودولو پورې له هغوي سره مقابله وکړي.
له بلې خوا د پاکستان سیاسي او مذهبي ګوندونو هم د کورنیو چارو پر وزیر شوې حمله غندلې او ویې ویل چې که په یوه ټولنه کښې د هیواد داخله وزیر امنیت ونه لري نو خلک به یې هم له امنیته بې برخې وي.
د ویلو ده چې پرون مازیګر د پاکستان د پنجاب صوبې په ناروال سیمه کښې د دغه هیواد د کورنیو چارو په وزیر احسن اقبال د نامعلومو وسله والو لخوا ډزې وشوې چې له امله یې هغه زخمي شوی دی.
د پاکستان پولیسو په دې لړ کښې د عابد حسین په نوم یو شکمن کس نیولی دی.
ټیګونه