په پاکستان کښې د پولیو د مونډ ایستلو عملیات پيل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i70696-په_پاکستان_کښې_د_پولیو_د_مونډ_ایستلو_عملیات_پيل_شول
په ټول پاکستان کښې د ماشومانو د ګوذڼ (پولیو) د ختمولو لپاره عملیات پیل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2018 11:13 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د پولیو د مونډ ایستلو عملیات پيل شول

په ټول پاکستان کښې د ماشومانو د ګوذڼ (پولیو) د ختمولو لپاره عملیات پیل شوي دي.

د ایسوشیئیټډ پریس د رپورټ له مخې د پاکستان د روغتیا وزارت ویاند ایمل خان وویل: په پاکستان کښې د پولیو د جرړې ایستلو په موخه له پنځو کالو د کم عمره میلیونونو ماشومانو ویکسینیشن له نن څخه پیل شوی دی.

ایمل خان زیاته کړه چې په پاکستان کښې د ماشومانو د ګو‌ذڼ د ناروغۍ (پولیو) د ختمولو عملیات د هیواد د خلکو د سلامتیا د پراخولو په موخه پیل شوي دي.