په پاکستان کښې د پولیو د مونډ ایستلو عملیات پيل شول
May 07, 2018 11:13 Asia/Kabul
په ټول پاکستان کښې د ماشومانو د ګوذڼ (پولیو) د ختمولو لپاره عملیات پیل شوي دي.
د ایسوشیئیټډ پریس د رپورټ له مخې د پاکستان د روغتیا وزارت ویاند ایمل خان وویل: په پاکستان کښې د پولیو د جرړې ایستلو په موخه له پنځو کالو د کم عمره میلیونونو ماشومانو ویکسینیشن له نن څخه پیل شوی دی.
ایمل خان زیاته کړه چې په پاکستان کښې د ماشومانو د ګوذڼ د ناروغۍ (پولیو) د ختمولو عملیات د هیواد د خلکو د سلامتیا د پراخولو په موخه پیل شوي دي.
ټیګونه