چابهار او ګوادر بندرونه د یو بل بشپړونکي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i70796-چابهار_او_ګوادر_بندرونه_د_یو_بل_بشپړونکي_دي
د ایران د خارجه وزارت د ښوونې د برخې مدیر بهادر امینیان جازی نن د نړیوالې سمندر کچ کونې په یو کانفرنس کښې وویل: ایران او پاکستان دوه ګاونډي او دوست هیوادونه دي چې د مختلفو برخو په ډیرو ډګرونو کښې له یو بل سره نزدې ملګرتیا لرلی شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2018 16:14 Asia/Kabul
  • چابهار او ګوادر بندرونه د یو بل بشپړونکي دي

د ایران د خارجه وزارت د ښوونې د برخې مدیر بهادر امینیان جازی نن د نړیوالې سمندر کچ کونې په یو کانفرنس کښې وویل: ایران او پاکستان دوه ګاونډي او دوست هیوادونه دي چې د مختلفو برخو په ډیرو ډګرونو کښې له یو بل سره نزدې ملګرتیا لرلی شي.

هغه څرګنده کړه: ایران او پاکستان د پانګونې په برخه کښې بډایه وړتیاوې لري او د دواړو هیوادونو ځوان او تحصیل کړی نسل د دوه اړخیزو اقتصادي تبادلاتو په زیاتولو او دې کښې مهم رول لوبولی شي.

هغه همداشان په مختلفو برخو کښې د اسلامي ایران د پرمختګ په بیانولو سره زیاته کړه: سمندري پروژې او آزاد تجارت د ایران او پاکستان ترمینځ د اقتصادي ملګرتیاو د کچې د لوړولو لپاره زرین فرصتونه رامینځته کوي.