د ترهګرۍ په وړاندې د ملګرو ملتو دوه ډوله کړچار
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i70878-د_ترهګرۍ_په_وړاندې_د_ملګرو_ملتو_دوه_ډوله_کړچار
د ملګرو ملتو امنیت شورا د نړیوال ترهګر په توګه د جماعت الاحرار ترهګرې ډلې د مشر د معرفي کولو او ورباندې د پاپندۍ لګولو په هکله د پاکستان د حکومت وړاندیز ونه منه.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
May 10, 2018 02:12 Asia/Kabul
  • د ترهګرۍ په وړاندې د ملګرو ملتو دوه ډوله کړچار

د ملګرو ملتو امنیت شورا د نړیوال ترهګر په توګه د جماعت الاحرار ترهګرې ډلې د مشر د معرفي کولو او ورباندې د پاپندۍ لګولو په هکله د پاکستان د حکومت وړاندیز ونه منه.

له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې پاکستان د تیر ۲۰۱۷ کال د جولایۍ په شپږمه نیټه ملګرو ملتو ته وړاندیز کړی و چې د جماعت الاحرار نومې ترهګرې ډلې د مشر عمر خالد خراساني نوم د نړیوالو ترهګرو ډلو په لسټ کښې واچوي خو دغه ارګان ورسره مخالفت وکړ.

پاکستاني ډیپلماټان وايي چې  د ملګرو ملتو دا عجیبه کار، د ترهګرۍ او بندیزونو لګولو په لړ کښې د دغه نړیوال ارګان د دوه ډوله ګړچار ښودونکی دی.

دا په داسې حال کښې دي چې د جماعت الاحرار په شمول شل ترهګرې ډلې په پاکستان کښې فعالې دي او د ملکي وګړو په تیره بیا د شیعه مسلمانانو په وینو یې لاسونه ککړ دي.