د برجام لغوه کیدل نړیوال باور جوړونکي اقدامات کمزورې کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i70884-د_برجام_لغوه_کیدل_نړیوال_باور_جوړونکي_اقدامات_کمزورې_کوي
د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت له برجامه د امریکې وتنې ته په غبرګون کښې وویل: د دې موافقې لغوه کیدل د سفارتي خبرواترو په چوکاټ کښې اعتماد جوړونکي اقدامات کمزورې کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2018 03:13 Asia/Kabul
  • د برجام لغوه کیدل نړیوال باور جوړونکي اقدامات کمزورې کوي

د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت له برجامه د امریکې وتنې ته په غبرګون کښې وویل: د دې موافقې لغوه کیدل د سفارتي خبرواترو په چوکاټ کښې اعتماد جوړونکي اقدامات کمزورې کوي.

له ایټمي موافقې په وتنه کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اقدام په  غبرګون کښې د پاکستان د خارجه وزارت به بیانیه کښې د هغه له دغه نه سنجول شوي اقدامه د خواشینۍ په څرګندولو سره راغلي دي: له برجامه د وتنې په هکله د ټرمپ فیصله د نړیوالو اړیکو په چوکاټ کښې د خبروارتو او سفارتي اقداماتو په لاره کښې باور جوړنه او د صلحه ایزو قواعدو په اساس د اختلافاتو د هواري کوشش سخت تر اغیز لاندې راولي.

د پاکستان د خارجه وزارت بیانیه زیاتوي چې د ګډ اقدام جامع پروګرام (برجام) د سفارتي خبرواترو او سلامشورو له لارې د پيچلو کشالو د هواري لپاره یو مناسب ماډل او نمونه ده.

د پاکستان د خارجه وزارت د بیانیې په دوام کښې راغلي دي: کله چې د موافقې د طرفینو ترمینځ برجام موافقه وشوه نو پاکستان یې هرکلی وکړ او هیله مند و چې پر دغې ایټمي موافقې د ایران د بشپړې ژمنتیا په هکله د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په پرله پسې رپورټونو سره به نور لوري هم پر خپلو ژمنو پابند پاتې شي.