د پاکستان خلکو په یو لړ مظاهرو کې د اسراییلو جنایتونه وغندل
د پاکستان لومړي وزیر په یوې بیانیې کې نن جمعه د مئ اتلسمه نیټه په درست هیواد کې له فلسطین سره د پیوستون ورځ اعلان کړه.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې شاهد خاقان عباسي په دغه بیانیه کې په نیواکي فلسطین کې د صیونسټ رژیم د اقداماتو په غندلو سره وویل چې د پاکستان دولت او ولس د فلسطین له مظلومو خلکو خپل غوڅ ملاتړ ته دوام ورکوي او د اسلام اباد دولت به په نړیوالو ټولنو کې د فلسطین مساله تعقیب کړي.
ددغه ورځې د لمانځلو هدف د فلسطین له مظلومو خلکو سره د پاکستان د خلکو د پیوستون ښکاره کول اعلان شوی دی.
په دې اړه نن د پاکستان لمونځ کوونکو د جمعې له لمانځه وروسته د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د مړه دې وي امریکا او مړه دې وي اسراییل په شعارونو سره مظاهرې وکړې او په نیواکي فلسطین کې یې د اسراییلو جنایتونه وغندل او یو ځل بیا یې د فلسطین له آیډیاله خپل ملاتړ اعلان کړ.
د صهیونسټ رژیم د نیواکګرۍ او له تل ابیبه بیت المقدس ته دامریکا د سفارت دانتقال په خلاف په وروستیو مظاهرو کې تر شپیتو زیات فلسطینیان شهیدان کابو دوه زره ژوبل شول.
د امریکا سفارت د ټرامپ په فیصله تیره دوشنبه په نیواکي بیت المقدس ښار کې ارنونا محلې ته ولیږدول شو. دا په داسې حال کې دي چې ډیرو هیوادونو چې په دغه مراسمو کې د ګډون لپاره بلل شوې وو د هغه بایکاټ کړی و او د امریکا دغه اقدام یې غندلی و.