د هند او پاکستان د پوله ساتونکو ځواکونو ترمېنځ نښته
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i71690-د_هند_او_پاکستان_د_پوله_ساتونکو_ځواکونو_ترمېنځ_نښته
پاکستاني سرچينو د کشمير په کنټرول لائن کښې د هند او پاکستان د پوله ساتونکو ځواکونو ترمېنځ د نښتې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2018 13:45 Asia/Kabul
  • د هند او پاکستان د پوله ساتونکو ځواکونو ترمېنځ نښته

پاکستاني سرچينو د کشمير په کنټرول لائن کښې د هند او پاکستان د پوله ساتونکو ځواکونو ترمېنځ د نښتې خبر ورکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان رسنيو نن د کشمير په کنټرول لائن کښې د پاکستان او هند د پوله ساتونکو ځواکونو د بيا نښتې د خبر په خپرولو سره  وليکل: هندي ځواکونو په هرپال او چاروال پوله ايزو استوګن سيمو باندې بيا حمله وکړه.

د دغه رپوټ له مخې د پاکستان پوله ساتونکو ځواکونو هم د هندي ځواکونو د ‌ډزو په ځواب کښې ردعمل وښود او د هند په هغو فوځي پوستو چې ترې د ډزبندۍ خلاف ورزي شروع شوې وه حمله وکړه.

د پاکستان فوځ وويل: په سيمه کښې د هند او پاکستان د پوله ساتونکو ځواکونو ترمېنځ ډزې هم هغه شان دوام لري.

تر اوسه په دغو نښتو کښې د احتمالي سر او مال تاوانونو په اړه څه رپوټ نه دے خپور شوے.

پاکستان د کشمير ځاي وزيراعظم راجه فاروق حيدر په يوې بيانيه کښې د هندي ځواکونو لخوا د ډزبندۍ د تړون بيا خلاف ورزي او په استوګن سيمو باندې حمله وغندله.

څو ورځې مخکې هم د کشمير په کنټرول لائن کشې د هندي پوله ساتونکو ځواکونو په ډزو سره لږ تر لږه شپږ پاکستاني ښاريز ووژل شول او اتويشت نور ژوبل شول.