دپاکستان په کراچۍ کښې ګرمې ۶۵ کسان وژلی
May 22, 2018 02:08 Asia/Kabul
-
د ګرمې له کبله اکثره کسان په خپلوکورونو کښې مړه شوي دي .
زمونږخبریال وایی د پاکستان دایدهی خیریه بنسټ یا موسسې (Edhi Foundation) مشر فیصل ایدهی پرون وویل د سیند صوبې په مرکز کراچۍ کښې د ګرمې د زیاتیدا په وجه تراوسه پینځه شپیته (۶۵)کسان وژل شوی دی .
هغه وویل دکراچۍ په سهراب ګوټ(Sohrab Goth) او کورنګی (Korangi)سیمو کښې په تیرو دریو (۳)ورځو کښې د ایدهی خیریه موسسې مرده خانو ته د یوسل څوارلسو(۱۱۴)کسانو مړی راوړل شوی چې پینځه شپیته (۶۵)یې د سختې ګرمې له کبله مړه شوی .
د ګرمې له کبله اکثره مړه شوی ښاریز د کراچۍ د لانډهی (Landhi) او د کورنګی(Korangi) سیمې وسیدونکی وو .
د ایدهی خیریه موسسې مشر فیصل ایدهی وویل د ګرمې له کبله اکثره کسان په خپلوکورونو کښې مړه شوی دی .