د ترهه ګريزو حملو په اړه په افغانستان د پاکستان تور
د پاکستان له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ادارې وويل،د هغو څلورو ترهه ګريزو عملياتو چې په تېر کال کښې په دغه هېواد کښې اجرا شول پلاننګ او مديريت يې په افغانستان کښې ترسره شوے دے.
د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان له ترهه ګرۍ سره دمبارزې ادارې بېګا په يو رپوټ کښې د افغانستان خاوره د هغو ترهه ګرو چې په پاکستان کښې د ناامنۍ د رامنځته کېدو سبب کيږي د پناه ځاے وبلۀ.
د دغه رپوټ له مخې له افغانستان سره پېېلې جماعت الاحرار ډلې د پنجاب صوبې د تېر کال په حملو کښې لاس لرلے او د پاکستان امنيتي ځواکونه کامياب شول چې د دغو څلورو واړو ترهه ګريزو حملو عاملان ونيسي او له هغوي څخه ګټور معلومات ترلاسه کړي.
له دې مخکې د دغې ترهه ګرې ډلې وياند احسان ا... احسان له نيول کېدو وروسته اعتراف کړے ؤ چې هغوي د افغانستان په خاوره کښې پناه اخېستې او د ترهه ګريزو حملو لپاره پاکستان ته داخليږي.
پاکستان او افغانستان تل په پوله ايزو سيمو کښې يو بل له ترهه ګرو ډلو څخه په په ملاتړ تورنوي.