په امريکه کښې وژل شوې پاکستاني زده کونکې خاورو ته وسپارلې شوه
خاورو ته د پاکستاني زده کونکې د سپارلو مراسم په کراچۍ بندر کښې ترسره شول.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې سبيکه شېخ له هغو لسو تنو زده کونکو څخه ده چې د تېر جمعې په ورځ د امريکې د ټېکزاس ايالت په سانټافه هائي سکول کښې د ډزو په پېښه کښې ووژل شوه.
د دغې وژل شوې پاکستاني زده کونکې پلار عبدالعزيز شېخ وويل:په امريکه کښې په وسلو باندې نه کنټرول د هغه د لور د وژل کېدو وجه ده.
تېره جمعه د امريکې د ټېکزاس ايالت د سانټافه په يو سکول کښې د ډزو له کبله لس زده کونکي ووژل شول او لس نور هم ژوبل شول.
هر کال په زرګونو کسان د امريکې په مختلفو سيمو کښې د تودو وسلو د ډزو له کبله وژل کيږي او يا هم ژوبليږي. د سرکاري رپوټونو له مخې په امريکه کښې تقريباً له ۲۷۰ ميلينو نه تر درې سوو ميلينو پورې ګرمې وسلې موجودې دي يعنې په دغه هېواد کښې د هر کس په سر تقريباً يوه وسله شتون لري.