د پاکستان او امریکې ترمینځ اختلافات لازیات شول
د پاکستان پخواني ولسمشر د خپل هیواد او امریکې ترمینځ د اختلافاتو د سختیدو خبر ورکړ.
د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف ویلي دي: د دواړو هیوادونو ترمینځ اختلافات نه یوازې همهغه شان دوام لري بلکې دا اختلافات لا زیات شوي او وجه یې په یو بل باندې د امریکې او پاکستان بې اعتمادي ده او امریکې ته نه دي پکار چې له پاکستان سره د ګواښ په ژبه خبرې وکړي.
جنرال پرویز مشرف زیاته کړه: امریکا دې پاکستان نه ګواښي ځکه چې پاکستان دې ګواښونو ته هیڅ اهمیت نه ورکوي او ترې نه ویریږي.
د پاکستان پخواني ولسمشر څرګنده کړه چې هیواد یې د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې کابو اویا زره سرونه ورکړي او میلیارډونه ډالر تاواني شوی دی او ښې پایلې یې هم ترلاسه کړې دي خو امریکې په افغانستان کښې له خپل څو کلن شتون وروسته هم د ترهګرۍ په نابودولو نه دی توانیدلی.
یاده دې وي چې د پاکستان او امریکې ترمینځ اړیکې په تیر یو کال سختې کړکیچنې شوې دي.
د پاکستان او افغانستان په هکله د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې سټراټیجۍ اعلان د پاکستاني مسئولانو د خوابدۍ سبب شوی دی.