د افغانستان د ملي امنیت سلاکار پاکستان ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i72106-د_افغانستان_د_ملي_امنیت_سلاکار_پاکستان_ته_لاړ
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په تیرو څو کالو کښې په وړومبي ځل نن د یو پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته لاړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2018 08:36 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ملي امنیت سلاکار پاکستان ته لاړ

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په تیرو څو کالو کښې په وړومبي ځل نن د یو پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته لاړ.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر به اسلام آباد ته په دې سفر کښې د پاکستان د پوځ د قومندان په شمول له ځینو لوړرتبه چارواکو سره وګوري او د سرحدي او امنیتی مسائلو په هکله به ورسره خبرې اترې وکړي.

حنیف اتمر د پاکستان د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په بلنه دغه هیواد ته تللی دی.