افغانستان د پاکستان په کورنیو چارو کښې د دخالت حق نه لري
May 27, 2018 11:10 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خیبر پښتونخوا صوبه کښې د قبایلي سیمو د شاملولو په هکله د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د نظر څرګندونې په غندلو سره، دا یوه کورنۍ مسئله وبلله.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د پاکستان د خارجه وزارت ویاند وویل: په خیبر پښتونخوا کښې د قبایلي سیمو شاملول د پاکستان یوه کورنۍ مسئله ده او افغان چارواکي پکښې د لاسوهنې حق نه لري.
محمد فیصل زیاته کړه: اسلام آباد د خپلو کورنیو مسائلو په هکله په خپله فیصله کوي او د افغانستان د ملي وحدت د حکومت دا اقدام له پاکستان سره اختلافاتو ته د لمن وهلو لپاره دی.
د ویلو ده چې د پاکستان پارلیمان تیره پنجشنبه په یو بې مخیني اقدام کښې په خیبر پښتونخوا صوبه کښې د (فاټا) قبایلي سیمو د ادغام قانون تصویب کړ.
ټیګونه