دپاکستان انتخابات د جولاۍ په ۲۵ نیټه کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i72134-دپاکستان_انتخابات_د_جولاۍ_په_۲۵_نیټه_کیږی
زمونږ خبریال وایی په پاکستان کښې به د روان میلادی کال د جولاۍ دمیاشتې په پینځویشتمه(۲۵) نیټه انتخابات وشی او دا به د دغه اټومی هیواد په تاریخ کښې دوهم (۲)ځل وی چې په ډیموکراټیک ډول واک راتلونکی حکومت ته انتقالیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2018 12:33 Asia/Kabul
  • نوازشریف وايي چې زه پوځ او  جاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي(Inter-Services Intelligence) له قدرت څخه څنګ ته کړی یم .
    نوازشریف وايي چې زه پوځ او جاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي(Inter-Services Intelligence) له قدرت څخه څنګ ته کړی یم .

زمونږ خبریال وایی په پاکستان کښې به د روان میلادی کال د جولاۍ دمیاشتې په پینځویشتمه(۲۵) نیټه انتخابات وشی او دا به د دغه اټومی هیواد په تاریخ کښې دوهم (۲)ځل وی چې په ډیموکراټیک ډول واک راتلونکی حکومت ته انتقالیږی .

دپاکستان په انتخاباتو کښې به د نوازشریف څانګې واکمن مسلم لیګ ګوند د عمران خان له تحریک انصاف ګوند سره سخته سیالۍ وکړی .

د عمران خان تحریک انصاف ګوند نن ژمنه وکړه چې د هیواد فاسد واکمنان به  له قدرت څخه څنګ ته کړی .

عمران خان وویل دپاکستان ملت دنوی پاکستان سهار لیدلی شی  کوم به چې د فاسدو کسانو لخوا اداره نشی .

دپاکستان نوازشریف ددغه هیواد په اویا  (۷۰)کلن تاریخ کښې پینځلسم(۱۵) لومړی وزیر دی چې د خپل پړاو له سر ته رسولو مخکې له واک څخه لیری کړی شو .

دپاکستان له واک څخه لیرې کړې شوی لومړی وزیر نوازشریف ادعا کړی ده چې دې دیوې(۱) دسیسې قربانی دی .

دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف او دهغه دوه(۲) زامن او لور په درغلیو او غلا تورن دی او محکمې تراوسه هغه څو ځله وربللی هم دی او پوښتنې یې ترې کړی دی .

دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف وایی چې زه پوځ او  جاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی(Inter-Services Intelligence) له قدرت څخه څنګ ته کړی یم .