د پاکستان د بلوچستان صوبی په مرکز کی دوه پولیس ووژل شول
May 28, 2018 07:45 Asia/Kabul
د پاکستان په جنوب لویدیځ کی، د کویټی ښار د پولیسو په ځواکونو د یرغلګرو په حمله کی، لږ تر لږه دوه پولیسان ووژل شول.
له اسلام آباد څخه زموږ د خبریال د راپور له مخی؛ د بلوچستان صوبی د مرکز( کویټی ښار ) د پولیسو مرستیال« عبدالرزاق چیمه » اعلان وکړ: د پولیسو په ځواکونو، په موټر سایکل د سپاره ؤو یرغلګرو په ډزو سره، دوه امنیتی ځواکونه ووژل شول.
نوموړی وویل: له دغې حملې وروسته؛ د پولیسو ځواکونو په یرغلګرو ډزې وکړې، چی له کبله یی دوه حمله کونکی په هلاکت رسیدلی، او بل یو یی چی ټپی شوئ ؤ، د پیښی له ځای څخه وتښتید.
د پولیسو له قوله، پدې نښته کی ۴ غیر پوځیان هم ټپیان شوی، چی د یو تن حال مرګونئ دئ.