فرحت الله بابر د منظور پشتون د پخلاینې د جرګی غړی شو
-
دپاکستان پخوانی سیناتور فرحت الله بابر به دهغو دیرشو(۳۰) کسانو په فهرست کښې شامل شي کوم چې دپښتون ژغورنې غورځنګ برابر کړی دی .
زمونږخبریال وایی دپاکستان دپییپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداری پرون دمشرانو جرګې پخوانی غړی سیناتور فرحت الله بابر د پخلاینې د هغه جرګې لپاره استازی وټاکه کومه چې د پښتون ژغورنې دغورځنګ او د حکومت ترمینځ د روغې جوړې خبرې کوی .
د پاکستان دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتون د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداری ته په ټیلی فون کښې له هغه غوښتی وو چې فرحت بابر د حکومت او د دغه غورځنګ ترمینځ دجرګې لپاره استازی وټاکی .
دپاکستان دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداری د پښتون ژغورنې د غورځنګ له مشر منظور پشتون سره په ټیلی فونی خبرو کښې وویل پیپلز ګوند دخبرو له لارې د مسلو په سوله ایز حل کیدا باور لری او خوشحاله دی چې د پښتون ژغورنې د پخلاینې د جرګې لپاره یې فرحت الله بابر د استازی په توګه ټاکلی دی .
دپاکستان پخوانی سیناتور فرحت الله بابر به دهغو دیرشو(۳۰) کسانو په فهرست کښې شامل شی کوم چې دپښتون ژغورنې غورځنګ برابر کړی دی چې له منظور پشتون پرته ددغه غورځنګ مشران او دغه راز د عوامی نیشنل ګوند او دپښتونخوا ملی عوامی ګوند یوشمیر مشران پکښې شامل دی .