د خیبر پښتونخوا او دسیند صوبې ولسی جرګې ړنګې شوې
May 29, 2018 02:16 Asia/Kabul
-
د پاکستان له اساسي قانون سره سم د صوبو موجوده اعلي وزیران به تر راتلونکو اتو(۸) ورځو پورې خپل کار ته دوام ورکړي
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د خیبر پښتونخواه او دسیند صوبو ولسی جرګو بیګا شپې دولس (۱۲)بجې خپله موده پوره کړه او ړنګې شوې او د پنجاب او د بلوچستان صوبو ولسی جرګې به هم دمی دمیاشتې په یودیرشمه(۳۱) نیټه ړنګې شی .
د پاکستان له اساسی قانون سره سم د صوبو موجوده اعلی وزیران به تر راتلونکو اتو(۸) ورځو پورې خپل کار ته دوام ورکړی او له هغې وروسته به دموقته صوبایي حکومتونو کار پیل شي .