له پاکستان سره خبرو اترو ته د هند چمتووالے
May 29, 2018 10:12 Asia/Kabul
د هند حکومت له پاکستان سره د هر ډول خبرو اترو لپاره چمتووالے اعلان کړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د هند د ولسمشر مرستيال ونکايا نيدو پرون په نوي ډيلي کښې له ترهه ګرۍ څخه د پاکستان د ملاتړ او ترهه ګرو ډلو ته د پناه ورکولو پرېښودل له اسلام آباد سره د نوي ډيلي د خبرو اترو د شروع کېدو لپاره ضرروي چاره وبلله.
دا په داسې حال کښې دي چې پاکستان په ځلونو د هند دا ډول تورونه رد کړي دي.
هند او پاکستان د کشمير په شمول په يو لړ مسائلو کښې اختلاف لري او يو بل له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ تورنوي.
ټیګونه