د پاکستان په حَب ښار کښې يو ځان چاونکے ووژل شو
Jun 03, 2018 08:29 Asia/Kabul
د پاکستان امنيتي سرچينو د دغه هېواد د بلوچستان صوبې په حَب ښار کښې د يو ځان چاونکي عامل د وژل کېدو خبر ورکړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان د بلوچستان صوبې په حَب ښار کښې د دغه هېواد امنيتي ځواکونه د تلاشۍ په حال کښې وو چې يو اولس کلن مشکوک زلمي ته يې د اودرېدو اشاره وکړه خو هغه زلمي په امنيتي ځواکونو ډزې وکړې او د تښتېدو په حال کښې يې د چاودېدونکو موادو جاکټ سره ځان وچوۀ چې په نتيجه کښې حمله کوونکے زلمے ووژل شو او له دې مخکې د هغه په ډزو سره دوه امنيتي ځواکونه ژوبل شول
تر اوسه د دغې حملې ذمه واري چا ډلې په غاړه نه ده اخېستې.
ټیګونه