د نواز شریف د دوسیې فیصله باید په یوه میاشت کی وشی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i73066-د_نواز_شریف_د_دوسیې_فیصله_باید_په_یوه_میاشت_کی_وشی
د نواز شریف ، مریم نواز او کیپټن صفدر د دوسیو فیصله په یوه میاشت کی اعلان کړی ځکه چی نور ملزمان هم پریشانه دی او ملت هم له فکری نظره کړیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2018 11:05 Asia/Kabul
  • د نواز شریف د دوسیې فیصله باید په یوه میاشت کی وشی

د نواز شریف ، مریم نواز او کیپټن صفدر د دوسیو فیصله په یوه میاشت کی اعلان کړی ځکه چی نور ملزمان هم پریشانه دی او ملت هم له فکری نظره کړیږی .

زمونږ خبریال د پاکستانی رسندویو له قوله راپور راکوی  د پاکستان د سترې محکمې مشر ښاغلی ثاقب نثار احتساب عدالت ته  حکم ورکړی چی د نواز شریف ، مریم نواز او کیپټن صفدر د دوسیو فیصله په یوه میاشت کی اعلان کړی  ځکه چی نور ملزمان هم پریشانه دی او ملت هم  له فکری نظره کړیږی .

د یادولو ده چی د تیر کال  د جولایی په ۲۸ نیټه سترې محکمې  د پاناما  پیپرز د تحقیقاتو دګډ ټیم  د راپور په رڼا کی پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د پارلیمان غړیتوب ختم کړی وو چی له دې سره هغه د لومړی وزارت د څوکۍ لپاره هم نااهل شو .