د نواز شریف د دوسیې فیصله باید په یوه میاشت کی وشی
Jun 10, 2018 11:05 Asia/Kabul
د نواز شریف ، مریم نواز او کیپټن صفدر د دوسیو فیصله په یوه میاشت کی اعلان کړی ځکه چی نور ملزمان هم پریشانه دی او ملت هم له فکری نظره کړیږی .
زمونږ خبریال د پاکستانی رسندویو له قوله راپور راکوی د پاکستان د سترې محکمې مشر ښاغلی ثاقب نثار احتساب عدالت ته حکم ورکړی چی د نواز شریف ، مریم نواز او کیپټن صفدر د دوسیو فیصله په یوه میاشت کی اعلان کړی ځکه چی نور ملزمان هم پریشانه دی او ملت هم له فکری نظره کړیږی .
د یادولو ده چی د تیر کال د جولایی په ۲۸ نیټه سترې محکمې د پاناما پیپرز د تحقیقاتو دګډ ټیم د راپور په رڼا کی پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د پارلیمان غړیتوب ختم کړی وو چی له دې سره هغه د لومړی وزارت د څوکۍ لپاره هم نااهل شو .
ټیګونه