پاکستانیان نن وړوکی اختر نمانځي
په پاکستان کښې وړمه شپه د شوال یا کوچني اختر میاشت ونه لیدی شوه او نن د اختر وړومبی ورځ ده.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هیواد د حکومت لخوا پرون د روژې دیرشمه نیټه اعلان شوې وه او داشان نن د هیواد په زیاترو سیمو کښې د اختر وړومبی ورځ په پوره مذهبي ولولې سره نمانځله کیږي.
د پاکستان مسلمانو خلک د دیرشو ورځو له روژو نیولو وروسته نن له متعال خدای څخه د دغه عبادت انعام ترلاسه کوي او ډیرو لویو او وړو ښارونو کښې به د اختر لمونځونه وشي.
البته د پيښور، مردان او چارسدې په شان د خیبر پښتونخوا صوبې په ځینو سیمو کښې خلکو پرون اختر کړی دی.
که څه هم د ایران په اسلامي جمهوریت، افغانستان، عربستان او ځینو نورو هیوادونو کښې پرون اختر و خو بیا هم د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت د تهران راډیو مینه والو ته یوځل بیا مبارکي وایو.