په کویټه کی د طالبانو ډلې یو مشر هلاک شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i73714-په_کویټه_کی_د_طالبانو_ډلې_یو_مشر_هلاک_شوی_دی
دا د طالبانود تکفیری ډلې دوهمه سرغنه ده چی په تیره یوه اونۍ کې وژل کیږی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2018 09:56 Asia/Kabul
  • په کویټه کی د طالبانو ډلې یو مشر هلاک شوی دی

دا د طالبانود تکفیری ډلې دوهمه سرغنه ده چی په تیره یوه اونۍ کې وژل کیږی

له اسلام اباده زمونږ خبریال د جنګ ورځپاڼۍ له قوله راپور راکوی د پاکستان امنیتی عسکرو کویټه ښار ته نږدې په دشت سیمه کی په یو یولړ عملیاتو د عاصم محمد حسن په نوم د طالبانو د یوې سرغنې په شمول ۵ ترهه ګر هلاک کړل . یوه تکفیری میرمن هم په هلاک شویو کسانو کی تر سترګو کیږی .

په دغو عملیاتو کی شپږ امنیتی عسکر او یوه میرمنه ژوبل شوی دی . د دغو ترهه ګرو له پټنځای ډیرې  وسلې او مهمات هم ترلاسه شوی دی . دغو ترهه ګرو د پاکستان به امنیتی عشکرو او ښاریزو په حمله کی لاس درلود . دا د طالبانود تکفیری ډلې  دوهمه سرغنه ده چی په تیره  یوه اونۍ کې وژل کیږی . د پاکستان رسندویو د زیارت په ماښام د تحریک طالبان د مشر ملا فضل ا... د هلاکت خبر هم ورکړی وو چی د افغانستان په کنړ ولایت کی د امریکایی عسکرو په ډرون حمله کی هلاک شوی وو .