په پاکستان کښې انتخاباتي سیالۍ پيل شوې
Jun 24, 2018 15:04 Asia/Kabul
د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د دغه هیواد د سیاسي ګوندونو انتخاباتي سیالۍ پيل شوې.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د ځینو ګوندونو مشرانو د دغه هیواد په مختلفو ښارونو کښې له نن څخه خپلې انتخاباتي مبارزې پيل کړې.
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان نن په میانوالي ښار کښې د خپلو پلویانو په ټول کښې خپل ګوند د دغو انتخاباتو ګټونکی وباله.
اخوا د مسلم لیګ نواز ګوند مشر شهباز شریف هم په مختلفو سیاسي مراسمو کښې د ګډون په موخه نن کراچۍ ته تللی دی.
د پاکستان پارلیماني انتخابات د جولایۍ په ۲۵ نیټه یعنې کابو یوه میاشت پس ترسره کیږي.
د پاکستان پارلیماني انتخابات ځکه ډیر اهمیت لري چې د منتخب نمایندګانو په راې سره د پنځو کالو لپاره ولسمشر او وزیراعظم غوره کیږي.
ټیګونه