د انتخاباتو لپاره د پاکستان تحریک انصاف د ویاند صلاحیت رد شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74145-د_انتخاباتو_لپاره_د_پاکستان_تحریک_انصاف_د_ویاند_صلاحیت_رد_شو
د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویاند د دغه هیواد په راتلونکو پارلیماني انتخاباتو کښې د ګډون لپاره ردِ صلاحیت شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2018 10:26 Asia/Kabul
  • د انتخاباتو لپاره د پاکستان تحریک انصاف د ویاند صلاحیت رد شو

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویاند د دغه هیواد په راتلونکو پارلیماني انتخاباتو کښې د ګډون لپاره ردِ صلاحیت شو.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان تحریک انصاف ویاند فواد چوهدري د صلاحیت د ردیدو په وجه په راتلونکو پارلیماني انتخاباتو کښې ګډون نه شي کولی.

د پاکستان د پنجاب صوبې د جهلم ښار یوې محکمې وویل چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند دغه لوړرتبه غړی د خپل دویم واده په هکله د حقایقو د نه بیانولو په وجه رد صلاحیت شوی او اوس نو د جولایۍ میاشتې په پارلیماني ټاکنو کښې برخه نه شي اخیستی.

فواد چوهدري همداشان د خپل عاید د اندازې او د پانګې د ترلاسه کولو د طریقې په لړ کښې په دروغ ویلو هم تورن دی.