د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند شپږ کاندیدان له انتخاباتو ووتل
په پنجاب صوبه کښې د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند شپږ کاندیدان په پارلیماني انتخاباتو کښې له ګډونه تیر شول.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان په پنجاب صوبه کښې د راتلونکو پارلیماني انتخاباتو هغه شپږ کاندیدان چې ټاکل شوې وه د مسلم لیګ نواز ګوند په ټکټ په دغو ټاکنو کښې ګډون وکړي، د دغه ګوند په سیاستونو باندې په اعتراض کښې یې ټکټونه ورستانه کړل.
ویل کیږي چې دغو کسانو له مخکښې نه په پلان شوې توګه داسې مهال له مسلم لیګ نواز ګوند څخه انصراف ورکړ چې نور نو د هغوي د بدیل ټاکلو لپاره وخت نه دی پاتې.
داشان مسلم لیګ نواز ګوند د پنجاب صوبې د شپږو سیمو لپاره په پارلیماني ټاکنو کښې د ونډه اخیستو لپاره هیڅ استازی نه لري او دا کار د یاد ګوند لپاره ډیرې بدې پایلې لرلی شي.
له دې مخکښې هم د پنجاب په سویلي سیمو کښې د مسلم لیګ نواز ګوند یولس کاندیدان له دغه ګونده وتلي او په پاکستان تحریک انصاف کښې شامل شوي وو.
د پاکستان پارلیماني انتخابات د روان کال د جولایۍ په ۲۵ نیټه کیدونکي دي.