ّپاکستان د جلال اباد خونړی برید وغانده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74276-ّپاکستان_د_جلال_اباد_خونړی_برید_وغانده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند« ډاکټر محمد فیصل »وایی د پاکستان حکومت د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ترهګریز برید په کلکو ټکو غندی، چې په ترځ کې یو شمېر بې ګناه کسانو خپل ژون له لاسه ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 02, 2018 11:43 Asia/Kabul
  • ّپاکستان د جلال اباد خونړی برید وغانده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند« ډاکټر محمد فیصل »وایی د پاکستان حکومت د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ترهګریز برید په کلکو ټکو غندی، چې په ترځ کې یو شمېر بې ګناه کسانو خپل ژون له لاسه ورکړ.

ډاکټر فیصل زیاته کړه، چې دوی پر دې پیښې سخت خواشینی او غمجن شوی دی.

د ولایت مقام د اعلان له مخې، د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند، ملنګ جان څلور لارې کې د یکشبنې په ورځ له غرمې وروسته څه باندې څلور بجې، پلی ځانمرګی بریدګر په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته په چاودنې ورکولو سره د ۱۹ کسانو ژوند واخیست.

په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغی چې په دغه پېښه کې د ۱۷ اهل هنودو په ګډون ۱۹ وژل شوی او د ۷ اهل هنودو په ګډون ۲۱ نور ټپیان دی.

د عامې روغتیا ادارې د مالوماتو له مخې په نننی ځانمرګی برید

کې له کابله د اهل هنودو احتمالی نوماند اوتار سینګهـ هم وژل شوی دی.