نواز شریف په لس کاله بند محکوم شو
د ایون فیلډ دوسیې په لړ کښې د پاکستان احتساب محکمې خپله پریکړه نن له ډیر ځنډ وروسته اعلان کړه.
د پاکستان د دنیا نیوز ټي وي چینل ویب سایټ په یو فوري خبر کښې ولیکل چې د نواز شریف، د هغه د لور او زوم خلاف د ایون فیلډ فلیټونو په لړ کښې د روانې محاکمې فیصله نن پس له څو واره ځنډیدو اعلان شوه.
په دغه فیصله کښې د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند عزل شوی مشر او د دغه هیواد نااهله شوی وزیراعظم نواز شریف په لس کاله، د هغه لور مریم نواز په اووه کاله او زوم یې کیپټن صفدر په یو کال بند محکوم شول.
له دې نه علاوه د پاکستان دغې محکمې د نواز شریف ټول جائیداد ضبط او همداشان یې ورته د اته میلیون پاؤنډه نغدي جرمانه ټاکلې ده.
د پاکستان احتساب محکمې د نواز شریف او د هغه د لور او زوم لپاره دا حکم داسې مهال صادر کړ چې هغوي د نواز شریف د میرمنې کلثوم نواز د ناروغۍ په وجه چې ویل کیږي د لندن په یو روغتون کښې بستري ده، محکمې ته نه وو حاضر شوي.