د پاکستان دڅنګته شوی لومړی وزیر لپاره لس کاله بند
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74438-د_پاکستان_دڅنګته_شوی_لومړی_وزیر_لپاره_لس_کاله_بند
که څه هم د نواز شریف لپاره له سیاسی فعالیته د تل لپاره محرومیدا او څنګته کیدا د مسلم لیګ ګوند عمومی مقبولیت چی په ۲۰۱۳ کال کی په خپلو سیالانو بریالی شوی ، اغیزمنه وه خو د هغه لس کلن بند هغه لږې هیلې هم چی په راتلونکیو انتخاباتو کی یې درلودلې په ناهیلې بدلې کړی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 07, 2018 14:25 Asia/Kabul
  • د پاکستان دڅنګته شوی لومړی وزیر لپاره لس کاله بند

که څه هم د نواز شریف لپاره له سیاسی فعالیته د تل لپاره محرومیدا او څنګته کیدا د مسلم لیګ ګوند عمومی مقبولیت چی په ۲۰۱۳ کال کی په خپلو سیالانو بریالی شوی ، اغیزمنه وه خو د هغه لس کلن بند هغه لږې هیلې هم چی په راتلونکیو انتخاباتو کی یې درلودلې په ناهیلې بدلې کړی .

 

د اسلام اباد محکمې لخوا څنګته شوی  د پاکستان لومړی وزیر محمد نواز شریف په لس کاله بند محکوم شو .

د اسلام اباد محاکمې محمد نواز شریف  ، د هغه لور مریم نوازاو د هغې خاوند صفدر  د درغلی او پیسو پرینځلو په جرم  په ترتیب سره په لس ، اوه او یوه کال بند او نغدی جرمانې محکوم کړی دی .

د اسلام اباد ښار د محاکمې قاضی محمد بشیر د نواز شریف د کورنۍ پرضد په دوسیې له لسو میاشتو غور وروسته خپله نهایی رایه صادره کړه .

د اسلام اباد محاکمې همداراز مریم نواز  او د هغه خاوند په انتخاباتو کی د ګډون لپاره د لسو کلونو په بندیز هم محکوم کړی دی .

د پاکستان سترې محکمې د ۲۰۱۷ میلادی په جنورۍ میاشت کی نواز شریف د مالی فساد په تور له لومړی وزارته څنګته کړ .

نواز شریف او د هغه بچیان میرمن مریم نواز ، حسین نواز او حسن نواز د هغو اسنادو په اساس چی په تیرو کلونو کی په  پاناما لیکس کی جوت شوی وو ، په مالی فساد کی د لاس درلودلو په تور مجرمان وپیژندل او نواز شریف د سترې محکمې لخوا بی صلاحیته او بیا څنګته شو . د پاکستان د قضاییه قوې له لوری د نواز شریف لس کلن بند په داسې شرایطو کی  د مسلم لیګ نواز ګوند د خپل عمومی مقبولیت د کمیدا له چیلنج سره سره  په جولایی میاشت کی په پاکستان کی په پارلیمانی انتخاباتو کی د ګډون لپاره چمتو کوی ، د انتخاباتو په ډګر کی د خپل لړزانه موقعیت د احیا لپاره د دغه ګوند په هلو ځلو سخت ګوزار بلل کیږی . د نواز شریف د لس کلن بند حکم په داسی حال کی صادر شو چی په پاکستان کی دغه مشهور سیاسی شخصیت  په وروستیو اونیو کی په دغه هیواد کی سیاسی فعالیتونو ته د بیا ستنیدا ژمنه کړی وه .

نوازر شریف په هغه سناریو کی چی تحقق یې  ناممکن وبلل شو ، هیله من وو چی په راتلونکیو پارلیمانی انتخاباتو کی د مسلم لیګ ګوند په بریالیتوب سره  د پاکستان قوانین په دې ډول بدل کړی چی په سیاسی ډګر کی د هغه د شتون بیا زمینه برابره شی . د هغه دا پروګرام په داسی حال کی مطرح شو چی څو میاشتې مخکې سترې محکمې له سیاسی فعالیته د هغه دایمی محرومیت  ته رایه ورکړی وه .

که څه هم د نواز شریف لپاره له سیاسی فعالیته د تل لپاره محرومیدا او څنګته کیدا د مسلم لیګ ګوند عمومی مقبولیت چی په ۲۰۱۳ کال کی په خپلو سیالانو بریالی شوی ، اغیزمنه وه  خو د هغه لس کلن بند هغه لږې هیلې هم چی په راتلونکیو انتخاباتو کی یې درلودلې په ناهیلې بدلې کړی .

د پاکستان دننه په تیره بیا د نواز شریف او مسلم لیګ ګوند د پلویانو ترمینځ اټکلونه دا وو چی د دغه هیواد قضایی اداره د نواز شریف د مالی فساد د دوسیې په  هکله د هغه په څنګته کیدا او له سیاسی فعالیته په دایمی محرومیت بسنه کوی ، خو په لسو کلونو بند د نواز شریف د محکومولو په ارتباط  د اسلام اباد محاکمې  راې وښودله چی دغه اورګان  د وګړیو او ګوندونو موقعیت ته له پامه پرته قانون اجرا کوی .

دې ته په پام سره چی د نواز شریف د مالی فساد دوسیه د تحریک انصاف د مشر عمران خان په شکایت سره د قضایی جاج په ایجنډه کی راغله ، د نواز شریف لپاره د لس کلن بند حکم صادریدا به د عمران خان لپاره نوی موضوع وی چی په پارلیمانی انتخاباتو کی یې د خپل ګوند لپاره د فساد ضد شعار انتخاب کړی دی . د نواز شریف لپاره د لس کلن جیل په رایې سره په پارلیمانی انتخاباتو کی د مسلم لیګ ګوند په زیاتو چیلنجونو  سربیره شاید وویلې شو چی په دغه ګوند د شریف کورنۍ سلطه پاې ته نږدې شوی ده .