د نواز شریف زوم کیپټن صفدر ونیوی شو
د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه هیواد د څنګته کړی شوي وزیراعظم نواز شریف زوم کیپټن محمد صفدر په راولپنډۍ ښار کښې ونیوه.
پاکستاني سرچینو خبر ورکړی چې د پاکستان د احتساب ادارې مامورانو نن مازیګر د دغې ادارې د محکمې په وروستي حکم باندې په عمل کولو سره د نواز شریف زوم کیپټن صفدر په راولپنډۍ کښې د مسلم لیګ ګوند د یو لاریون پر مهال ونیوه.
دا په داسې حال کښې دي چې خپله نواز شریف او د هغه لور مریم نواز له څه مودې راهیسې په لنډن کښې دي خو مریم نواز په یو ټویټ کښې لیکلي چې تر راتلونکې جمعې ورځې به سره له خپل پلاره پاکستان ته ستنه شي.
د ویلو ده چې د پاکستان احتساب محکمې د جمعې په مازیګر په لندن کښې په ناروا پيسو د فلیټونو د اخیستو په دوسیه کښې د دغه هیواد نااهله شوی وزیراعظم نواز شریف په لس کاله، د هغه لور مریم نواز یې په اووه کاله او زوم یې کیپټن صفدر په یو کال بند محکوم کړي وو.
نواز شریف هم ویلي چې د جمعې په ورځ به پاکستان ته ستون شي او د محکمې په صادر شوي حکم به اعتراض وکړي چې د پاکستان احتساب ادارې هیواد ته له رسیدو سره سم د نواز شریف او د مریم نواز د نیولو حکم صادر کړی دی.