هندوستان د پاکستان ترهګرې حملې وغندلې
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په مختلفو سیمو کښې وروستۍ ترهګرې حملې وغندلې.
د هندوستان خارجه وزارت د پاکستان په پیښور، مستونګ او بنو کښې د شویو وروستیو ترهګرو چاودنو په غندلو سره د دغو پيښو د مړو له کورنیو او زخمیانو سره غمرازي څرګنده کړه.
دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان د بلوچستان صوبې موقت اعلی وزیر پرون هندوستان د خپل هیواد د وروستیو ترهګرو چاودنو لامل وباله.
علاء الدین مري د جمعې د ورځې له ترهګرو پیښو د خواشینۍ په څرګندولو سره چې د سلګونو پاکستانیانو د مرګ ژوبلې سبب شوې، ادعا وکړه چې د هندوستان استخباراتي ادارې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو په خونړیو چاودنو کښې لاس لره.
هغه د دې چاودنو هدف د روانې جولایۍ میاشتې په پنځویشتمه نیټه د پاکستان د پارلیماني انتخاباتو ځنډول اعلان کړل او ویې ویل چې د دې هیواد انتخابات به په هیڅ توګه ونه ځنډول شي.
د مستونګ د ترهګرې پيښې پړه داعش منلې او د پیښور د پیښې مسئولیت طالب ډلې په غاړه اخیستی دی.