پاکستان د ایران ضد عملیاتو د کوټې له کوربتوب سره مخالفت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74913-پاکستان_د_ایران_ضد_عملیاتو_د_کوټې_له_کوربتوب_سره_مخالفت_وکړ
د عربستان ولی عهد محمد بن سلمان مخکې د پاکستان له حکومت سره د ایرانی ضد عملیاتو د کوټې د جوړولو لپاره خبرې اترې کړی وې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2018 11:04 Asia/Kabul
  • پاکستان د ایران ضد عملیاتو د کوټې له کوربتوب سره مخالفت وکړ

د عربستان ولی عهد محمد بن سلمان مخکې د پاکستان له حکومت سره د ایرانی ضد عملیاتو د کوټې د جوړولو لپاره خبرې اترې کړی وې .

د لبنان چاپ الاخبار ورځپاڼۍ له راپور سره سم عربستان او امریکا د ایران ضد روانی جنګ د ورتپلو او زیاتو دباونو د اعمالولو په هدف  له پاکستانه غوښتی وو چی د ایران ضد عملیاتو د کوټې کوربه شی .

د دغې طرحې په اساس مقرره وه چی د امریکا او صیهونیسټ رژیم استخباراتی ماموران د پاکستان  له خاورې  د جیش العدل په شمول د ترهه ګر ډلو له لارې  د ایران پرضد خپل اقدامات هدایت کړی .

د عربستان  ولی عهد محمد بن سلمان مخکې د پاکستان له حکومت سره د ایرانی ضد عملیاتو د کوټې  د جوړولو لپاره خبرې اترې کړی وې .

د لاخبار په وینا پاکستان په تیرو لسو کلونو کی په ځلونو داسې غوښتنې رد کړی دی .