په پاکستان کښې د رسنيو په نامناسب حالت نيوکه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74919-په_پاکستان_کښې_د_رسنيو_په_نامناسب_حالت_نيوکه
د جرنلسټانو له حقوقو څخه د ملاتړ نړيوالې ادارې د پاکستان د پارلېماني انتخاباتو په درشل کښې په دغه هېواد کښې د رسنيو حالاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2018 13:20 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د رسنيو په نامناسب حالت نيوکه

د جرنلسټانو له حقوقو څخه د ملاتړ نړيوالې ادارې د پاکستان د پارلېماني انتخاباتو په درشل کښې په دغه هېواد کښې د رسنيو حالاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د اېسنا د رپوټ له مخې د دغه ادارې په يو رپوټ کښېد پاکستان په فوځ يا حکومت باندې له انتقاد کونکو جرنلسټانو سره د چلند په څه رنګوالي په نيوکې سره د هغوي د تښتولو يا پرې  د حملې کولو خبر ورکړ.

په دغه رپوټ کښې همدارنګ تاکيد وشو چې د پاکستان د فوځ وياند جرنلېسټان د حکومت او فوځ په خلاف د پروپېګنډو په خپرولو تورن کړي دي.په دغه رپوټ کښې همدرانګ د جئو ټي وي چېنل  او ډان ورځپاڼې چې د پاکستان سترې رسنې دي د فعاليت د محدودېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

له جرنلسټانو څخه د ملاتړ د نړيوالې ادارې يو کارپېژاندې مېرمن عاليه افتخار د پاکستان د څو خبريالانو په نقل سره  تاکيد وکړ په دغه هېواد کښې په رسنيو باندې د دباو په باره کښې قضائي خاموشي د ويرې او خپل سانسوري فضاء ته لمن وهلې ده.