په ځانمرګي برید کښې زخمی شوی اکرام الله ګنډاپور مړ شو
د پاکستان په ډیره اسماعیل خان ښار کښې نن سهار په شوې چاودنه کښې زخمی شوی د پاکستان تحریک انصاف کاندید اکرام ا... خان ګنډاپور وفات شو.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په ډي، آيي، خان کښې نن سهار د تحریک انصاف ګوند انتخاباتي جلسه وشوه او له ختمیدو وروسته یې په راتلونکو انتخاباتو کښې د دغه ګوند کاندید اکرام ا... ګنډاپور د بیرته ستنیدو په وخت له ځانمرګي برید سره مخ شو. د برید له امله ګنډاپور او د تحریک انصاف ځیني نور غړي زخمي شول. د زخمونو شدت ته په پام سره اکرام ا... ګنډاپور په چورلکه کښې د پيښور روغتون ته ورسول شو خو ژوند یې بچ نه شو او په روغتون کښې یې ساه ورکړه.
خبر زیاتوي چې له چاودنې سمدستي وروسته د پاکستان امنیتي ځواکونه او د بم شنډولو ټیمونه د پيښې ځاې ته ورسیدل، سیمه یې کلابنده کړې او د شواهدو راغونډولو کوشش کوي.
د پاکستان پارلیماني او د صوبايي اسمبلیو انتخابات د روانې جولایۍ میاشتې په ۲۵ نیټه ترسره کیدونکي دي خو تراوسه د پيښور او مستونګ په شمول مختلفو سیمو کښې د دې انتخاباتو پر کاندیدانو چاودنې او بریدونه شوي دي چې پکښې د عوامي نیشنل پارټۍ کاندید هارون بلور او د بلوچستان عوامي ګوند کاندید نواب زاده سراج ریساني په شمول سلګونه ملکي وګړي وژل شوي او زخمي شوي دي.