د پاکستان په بلوچستان کښې بيا ترهه ګريزه حمله وشوه
Jul 23, 2018 01:27 Asia/Kabul
ناپېژندل شوي وسله وال کس يا کسانو د پاکستان د بلوچستان صوبې په دالبندين ښار کښې د بلوچستان عوامي پارټۍ په دفتر د ناپېژندل شوي کس يا کسانو په حمله کښې شل تنه ژوبل شول.
ځائي خبري سرچينو نن سحر وويل، يرغل ګر يا يرغلګرو د بلوچستان عوامي پارټۍ په دفتر لاسي بم وروغورزۀ.
په ژوبل شويو کسانو کښې د څلورو تنو حالت سخت اعلان شوے دے.
د پاکستان پوليس او امدادي ځواکونه د پېښې په ځاے کښې موجود دي
د جولائۍ په ۱۲ نېټه هم د همدغه بلوچستان عوامي پارټۍ په انتخاباتي غونډه کښې د چاودنې له امله د دغه ګوند د مشر نوابزاده سراج رئيساني په شمول يو سل اتيا تنه ووژل شول او تر دوو سوو نور ژوبل شول.
د پاکستان پارلېماني انتخابات د جولائۍ په ۲۵ نېټه ترسره کيږي.
ټیګونه