ایران د پاکستان د پارلیماني انتخاباتو د کامیابې ترسره کیدنې مبارکي وویله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75106-ایران_د_پاکستان_د_پارلیماني_انتخاباتو_د_کامیابې_ترسره_کیدنې_مبارکي_وویله
د پاکستان پارلیماني انتخابات د روانې جولایۍ په ۲۵ ترسره شول او د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند وګټل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2018 03:09 Asia/Kabul
  • ایران د پاکستان د پارلیماني انتخاباتو د کامیابې ترسره کیدنې مبارکي وویله

د پاکستان پارلیماني انتخابات د روانې جولایۍ په ۲۵ ترسره شول او د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند وګټل.

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند د پاکستان د پارلیماني انتخاباتو بریمنه ترسره کیدنه چې د دغه هیواد د خلکو په پراخ ګډون سره ترسره شول، مبارکي وویله او هیله یې وښودله چې د ایران او پاکستان د اړیکو مخ په ودې بهیر لا پياوړی شي.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د خارجه وزارت ویاند بهرام قاسمي زیاته کړه: ایران د تیر په څیر تل په تیره بیا د پاکستان د نوي حکومت په پړاؤ کښې چمتو دی چې د ایران او پاکستان د دوو سترو ولسونو د ګټو په لاره کښې د دواړو دوستو او مسلمانو هیوادونو د هراړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا په لړ کښې کوشش وکړي.

د پاکستان پارلیماني انتخابات د روانې جولایۍ په ۲۵ ترسره شول او د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند وګټل.