د پاکستان د نوي حکومت مخې ته پراته چیلنجونه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i75140-د_پاکستان_د_نوي_حکومت_مخې_ته_پراته_چیلنجونه
د انتخاباتو په نتیجه کښې د عمران په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف د رایو یو ساده اکثریت ترلاسه کړ چې د مرکزي حکومت د جوړولو لپاره د نورو موافقو ګوندونو یا د څو تنه آزادو کاندیدانو مرستې ته ضرورت لري چې ورسره به عمران خان یو ائتلافي حکومت جوړ کړی شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 29, 2018 07:06 Asia/Kabul
  • د پاکستان د نوي حکومت مخې ته پراته چیلنجونه

د انتخاباتو په نتیجه کښې د عمران په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف د رایو یو ساده اکثریت ترلاسه کړ چې د مرکزي حکومت د جوړولو لپاره د نورو موافقو ګوندونو یا د څو تنه آزادو کاندیدانو مرستې ته ضرورت لري چې ورسره به عمران خان یو ائتلافي حکومت جوړ کړی شي.

د خپرونې سیاسي مبصر لیکلي چې د پاکستان د قومي او صوبايي اسمبلیو انتخابات د جولایۍ په پنځویشتمه نیټه ترسره شول. د انتخاباتو له ترسره کیدو مخکښې د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخواه صوبو کښې درې ترهګرې حملې وشوې چې زیات ملکي وګړي او همداشان د انتخاباتو ځیني کاندیدان هم پکښې ووژل شول. دا چاره د انتخاباتو په ورځ د رایه ورکونې په مرکزونو کښې د ګڼو پوځي ځواکونو د لیدل کیدو سبب شوه.

بهرحال د انتخاباتو په نتیجه کښې د عمران په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف د رایو یو ساده اکثریت ترلاسه کړ چې د مرکزي حکومت د جوړولو لپاره د نورو موافقو ګوندونو یا د څو تنه  آزادو کاندیدانو مرستې ته ضرورت لري چې ورسره به عمران خان یو ائتلافي حکومت جوړ کړی شي. خو له مرکزي حکومت وروسته د پنجاب صوبايي حکومت ډیر مهم دی چې په دغه صوبه کښې مسلم لیګ ن ګوند ۱۲۷ او د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ۱۱۸ چوکۍ ګټلې دي. که څه هم له قانوني نظره مسلم لیګ ن په پنجاب کښې د حکومت جوړولو حق لري خو تحریک انصاف وايي چې د آزادو نمایندګانو په مرستې سره به په پنجاب کښې خپل حکومت جوړوي او اوس په دې لړ کښې سختې هلې ځلې او معاملې روانې دي.

له بلې خوا د پاکستان مخالف سیاسي ګوندونه چې ډیرې کمې رایې یې ګټلې دي او مشرانو خو یې له سره رایې نه دې ترلاسه کړې، تیره جمعه یې په یوه غونډه کښې تیر انتخابات په درغلۍ تورن کړل او د هغو نتایج یې رد کړل او یوځل بیا د انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتونکي شول او ګواښ یې وکړ چې د دوي کامیاب شوي کاندیدان او استازي به د لوړې په مراسمو کښې ګډون ونه کړي خو پیپلز پارټي چې په دغه غونډه کښې یې برخه نه وه اخیستې، د لوړې په مراسمو کښې د ګډون نه کولو نیت نه لري. د دغه ګوند مشر بلاول بوټو ویلي چې ګوند به یې د لوړې په دستورو کښې برخه واخلي خو په انتخاباتو کښې په درغلۍ باندې خپل اعتراض به په پارلیمان کښې مطرح کړي. او همداشان لرې ښکاري چې د مسلم لیګ نواز ګوند مشر شهباز شریف هم د لوړې په مراسمو کښې له ګډونه ډډه وکړي.

دا خو به په راتلونکو څو ورځو کښې معلومه شي خو اصلي بحث دا دی چې که عمران خان حکومت جوړ کړي نو له کوم ډول چیلنجونو سره به مخ شي؟

۱: که حکومت جوړ هم کړي نو د حزب اختلاف د دوو سترو ګوندونو یعنې مسلم لیګ ن چې د قومي اسمبلۍ ۶۴ او پیپلز پارټۍ چې ۴۳ سیټونه یې ګټلي دي، لخوا به تل په انتخاباتو کښې د درغلۍ په ادعا سره اعتراضونه کوي او د عمران خان حکومت به یو ګوندي نه بلکې یو ائتلافي او ماتیدونکی حکومت وي او تل به د پرزیدو له ویرې سره مخامخ وي.

۲، له افغانستان او هندوستان سره اړیکې:

که څه هم عمران خان په انتخاباتو کښې له بریالیتوب وروسته په خپله وینا کښې چې د جمعې په ورځ د ټي وي چینلونو لخوا خپره شوه، وویل: له هند سره به ښې اړیکې ولر او که هندوستان د دوستۍ په لور یو ګام راواخلي نو پاکستان به دوه ګامه وراخلي. هغه همداشان وویل چې د افغانستان جنګ باید ختم شي.

خو د دغو دواړو هیوادونو (هند او افغانستان) په وړاندې د پاکستان سیاست معمولاً د دغه هیواد د پوځ په لاس کښې دی او پوځ هیڅ کله نه پریږدي چې د هیواد وزیراعظم د یادو هیوادونو په وړاندې په خپل سر کوم سیاست غوره کړي. لکه څنګه چې د پاکستان د تیر وزیراعظم نواز شریف د مالي فساد د دوسیې او د هغه د ګوند د خرابیدو یوه وجه همدا وه چې نواز شریف غوښتل د هند او افغانستان په وړاندې خپلواکه سیاست ولري. اوس عمران خان وايي چې د پاکستان او افغانستان اړیکې باید د اروپايي اتحایې د اړیکو په شان وي چې د دې دواړو ګاونډي هیوادونو ترمینځ هم تګ راتګ آزاد وي خو د عمران خان دا غوښتنه د پاکستان د پوځ د سیاست اپوټه ده ځکه چې پوځ د افغانستان او پاکستان ترمینځ سرحد کښې د اغزن تار او خنډونو په لګولو لګیا دی او د دواړو هیوادونو ترمینځ ترټولو غټه مسئله د ډیورنډ کرښه ده چې د پاکستان پوځ په پوځي لاسوهنې سره پر افغانستان دباؤ اچول غواړي چې دیورینډ کرښه د رسمي سرحد او پولې په توګه ويپژني.

۳، له امریکې سره اړیکې:

له امریکې سره اړیکې هم د پاکستان لپاره یوه ډیره مهمه موضوع ده. اوس پاکستان په دوو کشتیو سور دی. یوې خوا ته لویدیځ دی چې په سر کښې یې امریکا او بریطانیه دي او له بلې خوا چین دی چې د لویدیځ په تیره بیا د امریکې یو سخت اقتصادي سیال دی او په پاکستان کښې د اقتصادی کوریډور په نامه د ۴۵ میلیارډ ډالرو په ارزښت سره په یوې سترې پروژې کار کوي چې د امریکې د منلو وړ نه ده. خدای خبر چې عمران خان به له دې مسئلې سره څه کوي.

۴، د مینځني ختیځ په لړ کښې د پاکستان دریځ:

د ایران اسلامي جمهوریت چې په مینځني ختیځ کښې د منحوس صهیونیسټي رژيم په وړاندې د مقاومت له سیاسته ملاتړ کوي، په مقابل کښې یې له صهیونیسټي رژیمه په ملاتړ کښې د سعودي عربستان د شاهي رژیم سیاست نور نو به ډاګه شوی دی چې په دې لړ کښې عربستان پر امریکې او صهیونیسټي رژيم باندې له تکیې نه علاوه پر پاکستان هم ډیره ملا تړي. د پاکستان د پوځ څو زره ځواکونه له کلونو راهیسې د واکمنې سعودي کورنۍ د ساتنې په لړ کښې په عربستان کښې دیره دي او په بدل کښې یې عربستان له پاکستان سره ډیره مالي مرسته کوي او عمران خان اوس په دې نظر دی چې پاکستان باید د مینځني ختیځ په پيښو کښې بې پلوه ووسي نو دلته هم باید ولیدل شي چې آیا عمران خان په عملي توګه داسې کولی شي او آیا پوځ به یې دې کار ته پریږدي؟

  د ویلو ده چې د عمران خان له دې وینا وروسته په اسلام آباد کښې د عربستان سفیر د هغه کتنې ته ورغی او د خپل هیواد د باچا لخوا یې ورته د بریالیتوب مبارکي وویله.

عمران خان په خپله وینا کښې له اسلامي ایران سره د اړیکو پراخولو ته هم اشاره وکړه.

د یادونې وړ ده چې عمران خان په انتخاباتي کمپین کښې د نړیوال اسټبلشمنټ خلاف هم چې په سر کښې یې امریکا ده، خبره کړې او ویلې یې وو چې د پاکستان د پوځ خلاف به یې دسیسه شنډه کړي. له دې نه علاوه یې ویلي چې له بهر څخه به قرض پور وانه خلي او له کورنیو ظرفیتونو به کار واخلي او همداشان هغه میلیارډونه روپۍ چې فاسدو سیاستوالانو غلا کړي او بهر ته یې منتقلې کړې دي، هیواد ته به یې ورستنې کړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*