په چلاس او دیامرکې شر غواړو د انجلیو ۱۲ ښونځی وسوزول
Aug 03, 2018 11:27 Asia/Kabul
دغه راپور زیاتوی چی له دغې پیښې وروسته خلک ډیر غوسه دی او د شر غواړو دا اقدام د سیمې د امنیت پرضد بولی .
زمونږ خبریال د پاکستانی رسندویو له قوله راپور راکوی چی د پاکستان په چلاس او دیامر کې شرغواړو د انجلیو په ۱۲ ښونځیو کی لومړې د ښونځیو شامان ویجاړ کړ او بیا یې ورته اور ورته کړهمدا راز په ښونځیو کی چاودنې هم شوی دی . له دغې پیښې وروسته پولیسو پلټنې پیل کړی دی اوامنیتی عسکر هم سیمې ته ورلیږل شوی دی .
دغه راپور زیاتوی چی له دغې پیښې وروسته خلک ډیر غوسه دی او د شر غواړو دا اقدام د سیمې د امنیت پرضد بولی .
ویل کیږی چی دغه سیمه د چین او پاکستان د کوریډور او په دغه سیمه کی د بند په وجه ډیر اهمیت لری او شر غواړی نیت لری چی دغه سیمه ناامنه کړی .
ټیګونه