د پاکستان په شمال کښې ترهه ګرو دولس سکولونه وسوزول
د پاکستان د شمال په ګلګت – بلتستان سيمه کښې د ترهه ګرو يوې ډلې د جينکو د اتو سکولونو په شمول دولس سکولونه وسوزول.
د ايرنا د رپوټ له مخې ترهه ګرو پرون په چيلاس، داريل او تنګير ښارونو کښې د سکولونو له سوزولو وروسته د زده کوونکو والدين وګواښل چې سکولونو ته د هغوي د بچو د تلو په صورت کښې به يې کورونه ويجاړ کړي.
د دغو ښارونو خلقو صوبائي او چارواکو او حکومته وغوښتل چې د دغو غېر انساني اقداماتو عاملان دې زرتر زره وپېژني، ونيسي او سزا ورکړي.
له دې وروسته د پاکستان مشر قاضي هم د دغې پېښې د ذمه وارو کسانو د زرتر زره نيولو حکم ورکړ چې ځاي چارواکو د دې واقعې په تور د څو کسانو د نيولوخبر ورکړ.
د پاکستان د موقته حکومت وزيراعظم ناصر المُلک د دغه هېواد پخواني ولسمشر آصف علي زرداري او نورو سياسي او مذهبي مشرانو د سکولونو د سوزولو دهشتګردانه اقدام وغندۀ.