له ایران سره د سوداګري اړیکو پراخولو ته د پاکستان ګروهنه
د پاکستان تحریک انصاف مشر چې د دغه هیواد په وروستیو پارلیماني انتخاباتو کښې یې د پام وړ بریا ترلاسه کړه، یوځل بیا یې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د هراړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
عمران خان په بني ګاله کښې په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر مهدي هنردوست په کتنه کښې وویل: پاکستان د اقتصادي خودکفایۍ په موخه د ایران په شمول له ټولو ګاونډي هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
که څه هم تحریک انصاف د پاکستان د وروستیو انتخاباتو ګټونکی دی خو له دې امله چې د پارلیمان اکثریت څوکۍ یې نه دي ترلاسه کړی شوې، د ائتلاف حکومت جوړولو ته مجبور دی او په همدې موخه له قومي متحده غورځنګ (ایم، کیو، ایم) سره موافقې ته رسیدلی او د پاکستان دغه ائتلافي حکومت به ډیر زر خپل کار پیل کړي.
عمران خان چې په نزدې راتلونکي کښې به د پاکستان د وزیراعظم په توګه لوړه وکړي، د خپل حکومت د پروګرامونو وړومبیتوب یې له ګاونډي هیوادونو په تیره بیا د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ملګرتیا پراختیا اعلان کړې ده. دا موضوع د اسلام آباد د حکومت لپاره له څو اړخونو مهمه ده. وړومبی دا چې پاکستان د ایران، افغانستان او هندوستان په شمول له دریو هیوادونو سره ګډه پوله لري خو له ایران پرته یې له پاتې دواړو هیوادونو سره اړیکې کړکیچنې دي. په همدې وجه پاکستان، ایران خپل سټراټجکه ژوره ګڼي. دویم دا چې د ایران اسلامي جمهوریت د ګیس او تیلو ډیرې سترې زیرمې لري او تل یې د بریښنا په شمول په ټولو برخو کښې د پاکستان د انرجۍ د اړتیاؤ پوره کولو ته خپل چمتووالی اعلان کړی دی.
د پاکستان لپاره د ایران د ایران دریم اهمیت د سیمه ایز امنیت او ثبات په تامینولو کښې د دغه هیواد رول او اهمیت دی، داشان چې زیاتره ټولنې اسلامي ایران د سیمه ایز ثبات د لنګر په توګه یادوي.
د پاکستان د سیاسي مسائلو کارپوه نفیس ذکریا وايي:
له ترهګرۍ سره مبارزه د ایران او پاکستان د دوو دوستو او ګاونډي هیوادونو د ملګرتیا یوه زمینه ده او دا دوه اړخیز تعامل او ملګرتیا د سیمې لپاره د یو روښانه راتلونکي زیری هم دی.
په پاکستان کښې د سیاسي ټولنو له نظره مهمه چاره د ایران له اسلامي جمهوریت سره د پاکستان د اړیکو د پراختیا په تیره بیا د ګیس په برخه کښې یې اجرايي کول دي. سره له دې چې پاکستان ګیس ته سخته اړتیا لري او د ایران اسلامي جمهوریت هم د هغه د انتقال پایپ لاین د پاکستان تر پولې رسولی خو له امریکې سره اړیکو ته د ترجیح په وجه د پاکستان تیرو حکومتونو د دغې پروژې د دوام لپاره هیڅ ونه کړل. په دې وجه له تهران سره د اړیکو پراختیا ته د عمران د ګروهنې څرګندونه په پاکستاني ټولنه کښې دا هیله پيدا کوي چې هغه دغه هیواد ته د ایران د ګیس د منتقلیدو موافقه عملیاتي کړي.
د پاکستان د نوای وقت ورځپاڼې سرمنشي په وروستۍ ګڼه کښې لیکلي دي: د ګیس پایپ لاین د طرحې د اجرايي کیدو لپاره ایران حتی د پاکستان په خاوره کښې د نل لیکې د جوړولو لپاره د مشارکت وړاندیز هم کړی خو کوم واکمنان چې په پاکستان کښې د خپلواکۍ او د امریکې د خبرو د نه منلو ادعاوې کوي، غلي شول، دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان نفوس په زیاتیدو دي او ورسره په دغه هیواد کشې انرجۍ ته اړتیا هم مخ په زیاتیدو ده.
په هر حال د پاکستان په وروستیو پارلیماني انتخاباتو کښې د تحریک انصاف له بریالیتوبه د سیمه ایزو او نړیوالو ټولنو هرکلی په ټولو برخو کښې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو د اړیکو د پراختیا لپاره د یو نوي باب د پیلیدو زیری ورکوي او عمران خان چې په انتخاباتو کښې یې کامیابي په ۱۹۴۷ کال کښې د پاکستان له خپلواکۍ راهیسې یو تاریخي بدلون ګڼل کیږي، باید له دې فرصته په ښه توګه ګټه پورته کړي او د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره د پاکستانیانو هیله په نهیلې بدله نه کړي. په دې منځومان کښې د سیمې له اغیزشیندونکو لوبغاړو سره د اسلام آباد د اړیکو ښه کول او پکښې انډول راوستل به د پاکستان د ملي ګټو په تامین کښې مهم تاثیر ولري.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/